د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ګډو ګټو هيوادونو د ريلي ټرانسپورټ شورا په ۸۱ مه غونډه کې، چې د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه؛ ګډون وکړ

په ياده غونډه کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لوړپوړي هيئت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده تر سرپرستۍ لاندې ګډون کړی وو.
د غونډې په جريان کې د افغانستان د ریل پټلۍ په چارو کې د نړیوالې همکارۍ راجلبولو او د ریل پټلۍ او ټکنالوژۍ په بنسټيزه پراختیا خبرې وشوې.
همداراز د يادې غونډې په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د قزاقستان، تاجکستان او ازبيکستان د ريل پټلۍ له مسوولينو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د ريل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د ريل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد د حجم د زياتوالي په اړه هم خبرې-اترې وکړې.
د ریلي ټرانسپورټ شورا په ۱۹۹۲م کال کې تاسیس شوې او یو نړیوال سازمان دی، چې د غړو هیوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ د اسانتیا لپاره رامینځ ته شوی دی.
ياده شورا هڅه کوي، چې د ټرانسپورټي په ځانګړې توګه د ريلي ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ښه کړي، موثریت يې زیات کړي او ددې شورا د غړو هیوادونو د ریل پټلۍ په سیستم کې لګښتونه راکم کړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په دې وروستيو کې په ياده شورا کې د څارونکي غړي په توګه تصويب شوى دی او د کورنيو چارو په طی مراحلو کې دی، چې له بشپړېدو سره به د افغانستان ريل پټلۍ په رسمي ډول په دې شورا کې د څارونکي غړيتوب ترلاسه کړي.