د کابل کندهار لویې لارې اړوند د شپږ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
Tue, Nov 12 2024 3:31 PM
مسجدونه

ټولګټو وزارت تیر کال د کندهار ولایت اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې  چې دا مهال یې د ٪۷۹ سلنه کاري پرمختګ سره ودانیزې چارې جریان لري.

همدارنګه؛ یاد وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ۵ محرابه مسجدونو (په میدان وردګو ولایت کې د سید آباد ولسوالۍ مسجد، په غزني ولایت کې د اندړو ولسوالۍ مسجد، په غزني ولایت کې د آب بند ولسوالۍ مسجد په زابل ولایت کې د شاجوی ولسوالۍ مسجد او په یاد ولایت کې د مرکز قلات اړوند مسجد) رغنیزې چارې له بېلابېلو خصوصي شرکتونو سره  قرارداد کړې وې چې دا مهال یې د فزیکي پرمختګ سره د رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري.

مسجدونه

 

د یادونې وړ ده، چې کندهار – هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه نورو مسجدونو د تدارکاتي او تخنیکي چارې بشپړې چوې دي او  عملي کار به یې په نږدې ورځو کې پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې  ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنه ( ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي) لمونځ کوي.

د لړم ۲۲ مه د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS