د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛د تلو د چارو د سمون رياست اړوند د سيارو تلو د ترميم لپاره د اړتيا وړ پرزجاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې قرارداد خبرتیا!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا؛دې تلو د چارو د سمبالولو د رياست اړوند د سيارو تلو د ترميم لپاره د اړتيا وړ پرزجاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې قرارداد خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د (۲) فقرې د (۴۳) مادې له مخې، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د تلو د چارو د سمون  رياست اړوند د سيارو تلو د ترميم لپاره د اړتيا وړ پرزجاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې قرارداد، چې د  (MOPW/1403/G-51/NCB) تشخیصيه نمبر لرونکی دی؛ د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د هرات ارمغان لېمېتد محترم شرکت ته چې ته چې د (605-3201) جواز نمبر لرونکی دی او د هرات ولايت مرکز،د فرقې سړک، د مجيدي څلور‌لارې نه وروسته د(1،820,812) د يو‌مېليون‌آته‌سووه او شل زره‌ او آته‌ سووه او دوولس افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

.

1 month 2 weeks ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements