د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا-د پکتیکا ولایت د خیرکوټ – جاني خیلو په لاره کې د ترافیکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو د نصبولو د پروژې د قرارداد خبرتیا!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا-د پکتیکا ولایت د خیرکوټ – جاني خیلو په لاره کې د ترافیکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو د نصبولو د پروژې د قرارداد خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د (۲) فقرې د (۴۳) مادې له مخې، ټولګټو وزارت په پام کې لري،  چې د پکتیکا ولایت د خیرکوټ – جاني خیلو په لاره کې د ترافیکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو د نصبولو د پروژې قرارداد چې د (MOPW/1403/W-027) تشخصیه شمیره لرونکې ده ؛ د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د فرشید فیضي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته چې  د (D-25772)  جواز نمبر لرونکی دی 5,998,212 پنځه ملیونه نهه لکه اته نوي زره دوه سوه دولس افغانۍ په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

۲۷ مه عقرب د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

5 months 2 weeks ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements