د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د سوګدیانا ترانس کمپنۍ له مسوولينو سره وکتل

media_admin
Wed, Dec 11 2024 11:26 AM
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د سوګدیانا ترانس کمپنۍ له مسوولينو سره وکتل

د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د هدايت په اساس د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده تر سرپرستۍ لاندې مل پلاوي د حيرتان بندر د تخليې او بارګيرۍ د تسريع په تړاو له سوگدیانا ترانس شرکت له مسوولینو سره وکتل.
ياده ليدنه چې په حيرتان بندر کې ترسره شوه، ددغه بندر څخه د ريلي واګونو د تراکم موضوع د حل کېدو، د اوسپنيزو کرښو د فعاله ساتلو، د سټيشنونو د پوره ظرفيت په کار اچولو او د تخليې او بارګيرۍ چارو د چټکتيا په تړاو مفصل بحثونه ترسره او لازم تصاميم ونيول شول.
د يادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ياد شرکت د مسوولينو سره په ګډه ددغه سفر په جريان کې د حيرتان بندر اړوند له اوسپنیزې کرښې، سټيشنونو او ريلي تاسيساتو ځخه هم ليدنه او ارزونه ترسره کړې ده.
سوگدیانا ترانس ازبکستانۍ شرکت دی، چې له تيرو څو کلونو راهيسې د ترسره شوي تړون له مخې، د حيرتان بندر له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتي چارو مسووليت په غاړه لري.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS