په قوس مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۱۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Dec 23 2024 2:58 PM
په قوس مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۱۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۱۳۳ ) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۳۴۹۵۹۹) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۲۵۶۳۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ( ۷۴۷۰۱) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۲۲۰۲) ټنه، چې ټولټال ( ۴۵۲۱۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په قوس مياشت کې (۷۷۷) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

د مرغمې ۳مه، د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS