د ټولګټو سرپرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د فراه له قومي مشرانو سره وکتل

media_admin
Thu, Feb 06 2025 12:33 PM
د ټولګټو سرپرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د فراه له قومي مشرانو سره وکتل

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د فراه ولايت مقام په استازيتوب د قومونو او قبایلو چارو رئیس، الحاج مولوي تاج الدین منصور او ددغه ولایت د لسو ولسوالیو له قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

دغه قومي مشران او مخور، چې د یاد ولایت د خلکو د ستونزو د حل په موخه مرکز کابل ته راغلي وو، خپلې ستونزې او غوښتنې یې د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

دوی د فراه ولایت د اساسي پروژو پر ځنډ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پر کمښت اندېښنه وښوده او خپلې عمده ستونزې یې وړاندې کړې. لکه: د شیخ ابو نصر فراهي بندر سړک، د عمومي شاهراه، پرچمن او بکواه ولسواليو د سړکانو نشتون، چې د قومي مشرانو غوښتنې وې ترڅو ددې ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وشي.

د ټولګټو وزارت وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د قومي مشرانو او مخورو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته وويل، چې فراه ولايت ته د خپل سفر پرمهال يې د ياد پروژې چارې له نږدې کتلي دي او د قراردادي شرکت، بهرنيو چارو وزارت او د ډيپلوماټيکي لارې د ايران هيواد سره هم موضوع شريکه شوې ده.

نوموړي قومي مشرانو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو د زحمت او راتګ پخاطر به يادې غوښتنې او وړانديزونه د ا.ا.ا د مشرتابه له مقام سره هم شریک کړي.

هغه زیاته کړه، چې حکومت د ولس هوساینې ته ژمن دی او د اساسي پروژو د عملي کولو لپاره به لازم اقدامات او ګړندۍ هڅې ترسره شي

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS