په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۳۳۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Sat, May 03 2025 1:33 PM
په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۳۳۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له ۲۹ نيټې څخه د ثور تر ۴مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۹۰۳۳۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۷۹۷۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۶۹۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۹۲۱) ټنه او د خواف –هرات (۵۷۴۷) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ( ۹۰۳۳۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو یوه اوونۍ کې (۱۴۶۶۳) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.
 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS