د کنړ – نورستان سړک د پاتې برخو د رغونې چارې به ډیر ژر پیل شي

kalim_admin
Sun, May 04 2025 3:21 PM
د کنړ – نورستان سړک د پاتې برخو د رغونې چارې به ډیر ژر پیل شي

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ننګرهار، کنړ او نورستان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل له پلونو او د کنړ –نورستان سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د تولګټو وزارت سرپرست وزیر د یادو پروژو مسؤلینو، تخنيکي ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلينو ته، د یادو پروژو د کار پر وخت د بشپړیدو او د ښه کیفیت او تطبیق په موخه لارښوونې وکړې.
د دغه سفر په لړ کې د تولګټو وزارت سرپرست وزیر د کنړ – نورستان سړک د ۲۲ کیلو متره برخې څخه چې تیر کال یې د رغونې چارې پیل شوې وې؛ لیدنه وکړه او  د کنړ – نورستان سړک د پاتې  برخو د رغونې په موخه د مهاجر آشنا او حمید کندهار شرکتونو  ته خپلې اړوند کاري ساحې ځانګړې کړې دي، چې ډير ژر به یې د رغونې عملي چارې پیل شي.
د یادو پلونو او د کنړ – نورستان سړک د کار په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او په هوساینې سره به مرکز کابل او د اړوند ولایتونو مرکزونو ته تګ راتګ وکړي.

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS