د ټولګټو وزارت د ۱۴۰۴ کال د پروژو د ښه تطبیق او د مالي کال د منظور شوې بوديجې په تړاو ناسته ترسره شوه

kalim_admin
Wed, May 14 2025 3:22 PM
د ټولګټو وزارت د ۱۴۰۴ کال د پروژو د ښه تطبیق او د مالي کال د منظور شوې بوديجې په تړاو ناسته ترسره شوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني، د ياد وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال محترم الحاج معاون ملاعبدالجبار، تخنيکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم  او اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم مولوي محمداسحاق صاحب زاده، د دغه وزارت اړونده رئيسانو، فني او تخنیکي انجنیرانو او مالي چارو کار پوهانو سره د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د پروژو د غوره تطبیق او د ياد مالي کال د منظور شوې بوديجې په تړاو ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې، د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير، د یاد وزارت د مرستيالانو او اړونده رئيسانو ترمنځ سلا مشورې ترسره شوې او د ټولګټو سرپرست وزیر اړونده مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د روان کال بودیجه دې اړتياوو ته په کتو پر وخت او په مؤثر ډول مصرف شي. 

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر اړوندو برخو ته د روان کال لپاره بودیجه مشخصه کړه او ځانګړې شوې بودیجې ته په کتو یې د پروژو د ښه تطبیق په موخه کمیټې و ټاکلې او کمیټو ته یې لارښوونه وکړه چې اړوند چارې دې ژرترژره پيل کړي؛ ترڅو له یو پلوه بودجه په ښه ډول مصرف شي، له بل پلوه په ټاکلي وخت د پروژه چارې ترسره شي او هيوادوالو ته لا زياتې آسانتياوې رامنځ ته شي.

د يادونې وړ ده، د ټولګټو وزارت د روان کال بودیجه په اساسي ډول د لويو لارو او سړکونو رغولو، د عايداتي او تجارتي بندرونو او سړکونو جوړولو، د اوسپنې پټلۍ پراختيا، د پلونو او پلګوټو رغولو، په لويو لارو کې د جوماتونو جوړولو، د ټرافیکي علايمو نصبولو او د سړکونو د ساتنې او څارنې پروژو ته ځانګړې شوې ده.

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS