د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي پرون سه شنبه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين هيواد ته سفر وکړ.
ټاکل شوې ده، ياده لويه غونډه سږکال د چين په کوربتوب په دريو برخو کې ترسره شي، چې عمومي جلسات، ګردی مېز او کاري جلسات پکې تنظيم شوي دي.
په ياده لويه ناسته کې به د ګڼ شمېر هيوادونو په استازيتوب شاوخوا ۳۰۰۰ لوړپوړي دولتي مقامات، د اوسپنې پټلۍ ماهرين، کارپوهان، څېړونکي، د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مشران او استازي ګډون او بحثونه وکړي.
د غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د اوسپنې پټلۍ د صنعت پر ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيت لوړونې، د نويو پانګوالو د جذبولو او د لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي، د رېل پټلۍ په برخه کې به وروستۍ پرمختللې ټکنالوژي نندارې ته وړاندې کړي او د راتلونکي لپاره به يو روښانه انځور چمتو کړي.
د يادونې وړ ده، چې دا لويه غونډه به د سيمې او نړۍ د رېل پټلۍ د لوړپوړو مسئولينو ترمنځ د خبرو او نظرونو د تبادلې يو مؤثر پلټفورم وي، چې د رېل پټلۍ په پرمختګ به ژور اغېز ولري.
افغانستان د ۲۰۱۳م کال د ډسمبر په ۱۲مه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) غړيتوب ترلاسه کړی دی.