د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

kalim_admin
د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري موټرو په ګډون د ټولو باروړونکو وسایطو پرمخ تړل کیږي، خو یوازې هغو کوچنیو بار وړونکو وسایطو ته د تګ اجازه ورکول کیږي، چې په جنوبي سالنګ کې له بدیل مسیر څخه تګ راتګ کولی شي.

 دیادونې وړ ده، چې  ټول کوچني او لوی مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰) وسايطو په شمول کولی شي، چې په  ۲۴ ساعته ډول له چمتو شوي بدیل ( فرعي) مسیر څخه تګ راتګ وکړي. 

ټولګټو وزارت د بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه د دوشي - بامیان د ښکاري درې سړک د ترمیم او هموار کارۍ کار له خصوصي سکتور سره قرارداد کړی دی او کار عملا جریان لري، چې د ترمیم او پراخولو وروسته به یې باروړونکي وسایط له یاد سړک څخه تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت له ټولو هيوادوالو او موټر چلوونکو څخه هيله کوي، چی د سالنګونو لويې لارې د سږ کال د پلان شویو برخو د کار تر بشپړېدو پورې له حوصله مندۍ څخه کار واخلي.

.

2 months 2 weeks ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements