د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د هرات ولایت په روزناک سټیشن کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۲۰ څخه تر ۴۰ فوټو پورې دغذایی موادو د کانټین کرایه کولو او فعالولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د هرات ولایت په روزناک سټیشن کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۲۰ څخه تر ۴۰ فوټو پورې دغذایی موادو د کانټین کرایه کولو او فعالولو پروژه په قرار داد ورکړي چې MOPW/1404/NC-38/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/5/13) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: هغه اشخاص چې د داوطلبۍ او لیلام په پروسه کې برخه اخلي، اړ دي چې د دریو میاشتو کرایه پکې شامله کړي او د داوطلبۍ په ورځ د بانک ګرنټي په ډول یې وړاندې کړي.
د آفر پرانيستلو نېټه: (1404/5/13) - 10:00 بجې له غرمې مخکې.)
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال(1404/5/13) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.