د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د ۱۴۰۴ مالی کال لپاره د کابل – غزني او ارغندۍ د ټولپلازاوو لپاره د (۲) ډوله لرګیو (بلوط وچ لرګی بدون له پوټکي او د ارچې لرګي) د پیرودلو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو۱۴۰۴ مالی کال لپاره د کابل – غزني او ارغندۍ د ټولپلازاوو لپاره د (۲) ډوله لرګیو (بلوط وچ لرګی بدون له پوټکي او د ارچې لرګي) د پیرودلو په پروژه کې ګدون وکړي ، چې MOPW/1404/39/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 25/ 1404/5 - (11:00 ) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول27400 افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه: 25/ 1404/5 - (11:00 ) بجې له غرمې مخکې.)
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال 25/ 1404/5 نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.