په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۷۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Sun, Aug 17 2025 1:37 PM
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۷۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتي له ۱۷مې نيټې څخه   تر اسد ۲۳ مې نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ  له لارې ۸۷۷۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۵۳۹۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۱۲۰ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۰۹۰ ټنه او د خواف –هرات ۱۱۱۷۸ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۷۷۸۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه  صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍکې ۱۹۷ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

6 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS