د قرار داد بیا ځلې د ورکړې خبرتیا- (د کابل- غزنی (ارغندې او غزني) ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال د اړتیا وړدوه ډوله لرګي ( وچ بی پوسته بلوط او وچه بی پوسته ارچه) او د مایع ګاز (رسیدلي ساحې ته) د چمتو کولو او اخیستلو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د کابل- غزنی (ارغندې او غزني) ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال د اړتیا وړدوه ډوله لرګي ( وچ بی پوسته بلوط او وچه بی پوسته ارچه) او د مایع ګاز (رسیدلي ساحې ته) د چمتو کولو او اخیستلو پروژه د خلاصې ملي دواطلبۍ له لارې څخه په استفادې د بالمقطع قرارداد په اساس) داوطلبۍ پروسه کې چې MOPW/1404/G-39/RBD-NCB تشخصیه نمبر لرونکې ده؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۲۵) - (۲:۰۰) بجې له غرمې وروسته؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(۲۷،۴۰۰) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه (۱۴۰۴/۶/۲۵) - (۲:۰۰) بجې له غرمې وروسته.
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۶/۲۵) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.