د ټولګټو وزیر د کابل- کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد سفر پر مهال، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند شرکتونو او تطبیقوونکو ټیمونو (بلدتیک، مایار زماني، محمدولي انصاري، باختر پروان، صراط بصیرت، شکرالله، حافظ، قدرت نورافغان، آریاخان افغان، مشرق، سنګر نیازی، ایچکو کنټرکشن، حمید کندهار او صفت سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو) مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې لویې لارې ټول کارونه د روان کال د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل – کندهار لویې لارې د لومړي لین سړک کار په ۱۲ برخو کې جریان لري، چې د ټولو برخو د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس طبقو او د یادې لویې لارې د ټولو پلونو او پلګوټو د بیارغونې چارې تیر کال بشپړې شوې وې او دا مهال یې د درېیمې طبقې د آسفالټ (ویرینګ کورس) چارې په چټکۍ سره جریان لري.
په ورته وخت کې د یاد سړک څنډې یا شولډرونه هم په DBST ډول رغول کیږي، چې دامهال یې کار عملاً د پرمختګ په حال کې دی.
د اپه داسې حال کې ده، چې د کابل – غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې هم په دریو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.