په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۵۳۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Sep 22 2025 8:39 AM
په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۵۳۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۱مې څخه د سنبلې تر ۲۷مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۹۵۳۶۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۷۸۲۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵۴۵۸ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲۷۰۷ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۹۳۷۵ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۹۵۳۶۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزیټ او صادرات دي،  په تېره یوه اوونۍ کې ۷۳۷ ټنه ټرانزیټ او صادرات شوي، چې یوه برخه وريجې دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS