د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د یوشمېر اوزبیکستاني پانګوالو او یو اوزبیکستاني شرکت له مسئول سره وکتل

kalim_admin
Sat, Nov 15 2025 10:23 AM
د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د یوشمېر اوزبیکستاني پانګوالو او یو اوزبیکستاني شرکت له مسئول سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په شتون کې د اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ له مسئول سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ و ویل، چې دامهال په افغانستان کې بشپړ امنیت دی او تاسې کولای شئ د ټولګټو وزارت په زېربنایي پروژو کې پانګونه وکړئ.

د لیدنې په لړ کې، اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ مسئولینو د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، موږ لېوالتیا لرو چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ، پلونو سړکونو، تونلونو او بشري ځواک د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونه کې پانګونه وکړو.

دغه راز د وزارت تخنیکي ټیم د افغانستان د زېربنایي پروژو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل، د سالنګونو لویې لارې رغونه یې د هېواد یوه مهمه پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه چې تاسې کولای شئ د افغانستان په بېلابېلو پروژو کې پانګونه وکړئ.

د لیدنې په پای کې، دواړو لورو د سړکونو او د اوسپنې پټلۍ د رغونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. همدارنګه، پریکړه وشوه چې دا ډول ناستې به دوام ومومي، او د ټولګټو وزارت د تخنیکي معینیت، اوزبیکستاني پانګوالو او خصوصي شرکت د مسئولینو ترمنځ یوه صورت‌جلسه هم لاسلیک شوه.

.

2 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS