د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال په دوو جلا جلا لیدنو کې د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت محترم لوی رئیس او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

kalim_admin
Sat, Nov 22 2025 10:01 AM
د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال په دوو جلا جلا لیدنو کې د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت محترم لوی رئیس او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملا عبدالحق اخند همکار په دوو جلا جلا لیدنو کې د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رئیس محترم مولوي شمس الدين شريعتي او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه ليدنه کې شريعتي صاحب د ښاغلي همکار صاحب د تېرو مهمو لاسته راوړنو قدرداني وکړه او په نوي مسئوليت کې يې ورته د لا ښه خدمت د توفيق دعا وکړه، او د اعزاز پګړۍ يې ور په سر کړه.

دغه راز د ټولګتو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلانو سره په لیدنه کې د هېواد د سوداګرۍ، صنعت، پانګونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د همکاريو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسئولينو د مالي او اداري مرستیال الحاج ملا عبدالحق اخند همکار لپاره د هغه د نوي مسئولیت د پيل په مناسبت مبارکي، مثبتې هیلې او د بریالیتوب دعا وکړه، له وزارت سره یې د دوامدارو ګډو همکاریو ډاډ ورکړ او نوموړي ته يې د اعزاز پګړۍ ور په سر کړه.

محترم همکار صاحب د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رئیس او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشرتابه او مسئولينو د هڅو ستاینه او د ښې همکاریو له امله مننه څرګنده کړه، د دوی ترسره کړې او روانې هڅې يې وستايلې او د همکاريو ډاډ يې ورکړ.

.

2 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS