د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Sat, Dec 27 2025 8:49 AM
د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د پروان ولایت د والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عزت‌الله عارف، سیمه‌ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

یاد سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل شوی، چې رغنیزې چارې یې د یاد وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي. د دې پروژې کار به د شاوخوا ۲۵ کاري میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې پروژې د تطبیق له پیل سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړې او وایي چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد او د خلکو د تګ راتګ ستونزې په بشپړه توګه هوار شي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS