په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د انتقالاتو په برخه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

kalim_admin
Mon, Apr 20 2026 7:44 AM
په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د انتقالاتو په برخه کې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی

په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ  او د خواف–هرات لارې له لارې ټولټال ۶۱۱۹۴۹۷ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د څلورو بندرونو له لارې ۴.۳ میلیونه متریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو؛ خو په ۱۴۰۴ کال کې د انتقالاتو اندازه ۶۱۱۹۴۹۷ متریک ټنو ته رسېږي، چې دا د ۳۹.۱ سلنې زیاتوالی ښيي.

  د حیرتان بندر له لارې  ۴۲۶۱۹۹۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۷۲۲۸۲ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۷۴۳۰۱۲ ټنه او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۴۲۲۱۲ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې په مجموع کې ۶۱۱۹۴۹۷متریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

په  ۱۴۰۴ هـ . ش کال کې ۱۰۳۹۴۴ واګونه او ۴۶۳۶ څلوېښت فوټه کانټینره تجارتي توکي وارد او سادر شوې، چې وارداتي توکي کې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، سرامیک کاشي، بوره، بلاست، کاغذ، سریښ، قیماق او نور خوراکي او ساختماني مواد دي.

د صادراتو او ټرانزیټ په برخه کې، په ۱۴۰۴ کال کې ۷۴٬۷۵۲ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه، وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندوانې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.

د توکو د انتقالاتو د زیاتوالي او ودې لامل منظم پلان جوړونه، دوامداره څارنه، د زیربناوو پراختیا او د تخنیکي او اداري کارکوونکو د پرله‌پسې هڅو پایله ده او د اصلاحاتو او خدمتونو د اسانتیا بهیر به دوام ولري.

یاد وزارت ژمن دی چې د لازمو تدابیرو په نیولو سره به شفاف، اغېزمن او معیاري خدمتونه لا ډېر برابر کړي او د عامه خدمتونو د پراختیا او ښه والي لپاره به عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي.

.

8 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS