د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د ۲۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو ۲۶ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.
د یاد سړک په اوږدو کې د ۶۵ پایو پلګوټو تر څنګ، د سړک غاړې ویالې او استنادي دېوالونه هم رغول کېږي. د سړک اصلي پلنوالی ۶ متره دی او دواړو خواوو ته ۲ متره شولډرونه (اوږې) هم لري.
دغه سړک د بدخشان ولایت له مهمو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې یادې درې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي او د لرې پرتو سیمو د خلکو لپاره بازارونو، روغتیایي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته لاسرسی اسانه کوي. همدارنګه، د دې سړک په جوړېدو سره به د سرو زرو د استخراج په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.
د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو د لېږد او د یادو ولسوالیو د اقتصادي ودې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا او د هېوادوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي.
