د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
Tue, May 12 2026 2:08 PM
د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ سره جریان لري.

د یاد سړک لومړی لاټ ۱۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې څخه پیل او د لوګر ولایت تر شولک سیمې پورې غځېدلی دی.  دغه سړک ۹ متره پلنوالی لري، چې ۶ متره یې اسفالټ او دواړو غاړو ته یو نیم متر شولډرونه (اوږې) دي. همدارنګه، د دې برخې په اوږدو کې د ۶۴ پایو پلګوټو او ۲۱۵۴ متره استنادي دېوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.

د دغه سړک دویم لاټ ۱۴.۱ کیلومتره اوږدوالی او مجموعاً ۹ متره پلنوالی لري، چې د شولک له سیمې څخه پیل او د کلنګار او بابوس له لارې د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار ته رسېږي. د دې برخې په اوږدو کې د ۶۱ پایو پلګوټو او ۱۱۲۰ متره استنادي دېوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.

د میدان وردګ – لوګر سړک د دغو دوو ولایتونو ترمنځ یو له مهمو نښلوونکو مسیرونو څخه ګڼل کېږي، چې د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره به یې د هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې، د سفر لګښتونه کم او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

.

8 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS