د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

kalim_admin
Tue, Jun 09 2026 8:14 AM
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن قانت او یو شمېر تخنیکي مسئولینو یې ملتیا کوله، ایران هېواد ته سفړ کړی او د دواړو هېوادنو استازو د زیربنایی پروژو، اوسپنې پټلۍ پروژو او نويو مسیرونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په یاده غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات – مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي مشخصاتو او معیارونو، د پروژې د پړاوونو، د مالي تمویل د جوړښت، لګښتونو، او د افغاني او ایراني شرکتونو د ګډون د څرنګوالي په اړه بحث او صورت جلسه لاسلیک شوه.

په دغه ناسته کې د غونډې ګډونوالو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او ترانسپورتي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د ګډو پروژو د پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د یادې موضوع د تعقیب په موخه به په راتلونکي کې هم ورته تخنیکي او تخصصي ناستې دوام ولري.

د یاودنې وړ ده د هرات – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره یو ډېر مهم اقتصادي دهلېز ګڼل کېږي، چې نه یوازې شمالي ولایتونه له یو بل سره نښلوي، بلکې ایران او ترکیه د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو او بیا تر چین پورې سره نښلوي.

دا پروژه یوازې د سیمه‌ییز اتصال له پلوه اهمیت نه لري، بلکې د هغې په بشپړېدو سره به افغانستان میلیاردونه افغانۍ د ترانزیت عواید ترلاسه کړي، چې د هېواد په خودکفایۍ او اقتصادي ودې کې به حیاتي رول ولوبوي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د یادې پروژې د عملي کولو لپاره اړین مالي لګښتونه له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه برابر، جلب او تمویل کړي.

.

9 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS