د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ

kalim_admin
Mon, Jun 15 2026 1:46 PM
د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د پروژې د پرمختګ، کیفیت او تخنیکي معیارونو ارزونه یې وکړه. د ټولګټو محترم وزیر د یادې پروژې انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژې مسؤلینو او د څارنې ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې په ټاکلي وخت او د انجینرۍ له معیارونو سره سمې بشپړې کړي. د فراه–فراه رود سړک د فراه ولایت د ترانسپورتي شبکې له مهمو پروژو څخه شم

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د پروژې د پرمختګ، کیفیت او تخنیکي معیارونو ارزونه یې وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر د یادې پروژې انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژې مسؤلینو او د څارنې ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې په ټاکلي وخت او د انجینرۍ له معیارونو سره سمې بشپړې کړي.

د فراه–فراه رود سړک د فراه ولایت د ترانسپورتي شبکې له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي. دغه سړک ۶۱.۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د سړک د شولډرونو په شمول ۱۱.۲ متره پلنوالی لري، چې د فراه ولایت له لرغوني ښارڅخه پیل او د یاد ولایت د فرارود تر دوه لارې پورې رسیږي.

په یاده پروژه کې د بېلابېلومصنوعی ساختمانو، پلګوټو، د ۶۰۰ مترو استنادي دیوالونو او نږدې ۲۰۰۰ متره د سړک د غاړو ویالو د جوړولو کارونه شامل دي.

د یادونې وړ ده، یاد سړک د دې ترڅنګ، چې د هېواد ولایتونه د فرا ولایت سره نښلوي د ابو نصر فراهي بندر او د کابل–کندهار لویې لارې ترمنځ د نښلونکې حلقې په توګه ځانګړی اقتصادي او سوداګریز اهمیت لري.

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS