داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو او پانګهوالو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه ځمکه چې د کندز ښار د اتمې ناحیې په حدودو کې، د آلچین پل ترڅنګ، د کندز ـ شیرخان بندر د سړک پر مسیر موقعیت لري، مساحت یې ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې دی، د اجارې له لارې خصوصي سکټور ته وسپاري.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي په یاده ځمکه کې پانګونه وکړي، کولای شي د شرطپاڼې سکن شوې کاپي د غوښتنلیک له مخې د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
علاقهمند داوطلبان باید د یادې ځمکې لپاره خپله لیوالتیا، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه چمتو کړي او د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ۳مه نېټه، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه او ټاکلی ضربالاجل دی، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې کې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړئ او د مزایدې او داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي.
که ګډونوال د بل چا استازی وي، نو باید د خپل رسمي استازیتوب لیک هم له خپلې طرحې سره یوځای وړاندې کړي.
یادې طرحې باید لاندې موارد ولري:
۱. د ځمکې د کارونې موخې او ډول روښانه تشریح؛
۲. د تاسیساتو لومړنۍ طرحه او اړونده نقشه؛
۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل؛
۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش؛
۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې؛
۶. د اجارې موده: داوطلب باید د خپلې خوښې د اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي؛
۷. د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې په اړه خپل وړاندیز په روښانه او مستند ډول وړاندې کړي؛
۸. د داوطلب لپاره اړینه ده چې د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه یاده ساحه له نږدې وګوري.
د مزایدې وروستۍ نېټه او د طرحو د پرانیستې وخت:
۱۴۰۵/۰۴/۰۳، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو.
د اجرا تضمین:
بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندیز شوې یوې کلنۍ کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین (Bank Guarantee) په بڼه وړاندې کړي.
یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې ۳مه نېټه د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د طرحو پرانیسته به د راتلونکې کاري ورځې په همدې ټاکلي وخت او همدغه یاد شوي ځای کې ترسره شي.
