د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Wed, Jun 17 2026 1:58 PM
د ټولګټو وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد جنوب لوېدیځ زون ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په یادو ولایتونو کې د یو شمېر بنسټیزو پروژو له ارزونې او لیدنې وروسته هرات ولایت ته سفر وکړ او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له پروژې، د روزنک د اوسپنې پټلۍ له تمځای او همدارنګه د اسلام‌ قلعې په بندر کې د ټولګټو وزارت له لوري د ترسره شویو فعالیتونو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي او دویم فاز له پروژو څخه لیدنه وکړه او د هغو د تطبیق بهیر یې وارزاوه. د دغې پروژې لومړی فاز ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۹۷ سلنه فزیکي پرمختګ لري او پاتې چارې یې هم د بشپړېدو په حال کې دي. د دغې پروژې د دویم فاز د ۴۷.۳ کیلومتره برخې رغنیزې چارې تېر کال پیل شوې دي. د ټولګټو محترم وزیر د یادو پروژو د معیاري تطبیق، غوره کیفیت او پر وخت بشپړېدو په اړه ټینګار وکړ او د ټولګټو وزارت ولایتي مسؤلینو او قراردادي شرکتونو ته یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د یاد سفر په دوام، د ټولګټو وزارت محترم وزیر د روزنک د اوسپنې پټلۍ له تم‌ ځای څخه لیدنه وکړه او د یاد تمځای له لارې د انتقالاتو کچه یې وارزوله. نوموړي د قراردادي شرکت او اړوند کنسرسیوم له مسؤلینو سره په لیدنه کې د شته ستونزو، د انتقالاتو د حجم د زیاتوالي، د عملیاتي فعالیتونو د پراختیا او د نورو تمځایونو په جوړولو سره د اوسپنې پټلۍ د خدمتونو د پراخولو په اړه خبرې وکړې او د خدمتونو د ښه والي او د انتقالاتو د کچې د لوړولو په موخه یې اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د دغه سفر پر مهال د ټولګټو محترم وزیر د هرات – اسلام‌قلعې له سړک او د اسلام‌قلعې له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه او په دغه مهم سرحدي بندر کې یې د ټولګټو وزارت له لوري ترسره شوي فعالیتونه وارزول او د غوره او پر وخت خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS