داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
 پروژه ساختمان پل جدید در ساحه تالج - خوشک واقع در مسیر سرک ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی بالای دریای لذیر

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانوته بلنه ورکوي، چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

هر هغه څوک چې دغه برخه کې لیوالتیا لري، د شرطپاڼې سافټ کاپي او تخنیکي اسناد د ملي تدارکاتو د محترمې ادارې د برېښنايي تدارکاتو له سیستم او د افغانستان(https://tenders.ageops.af) د پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شوو شرایطو او د تدارکاتو له نافذو اصولو سره سم، په مهر او تړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ د ۱۳مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او یا د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۱۳مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت په مقر جومات کې ترسره شي.

.

9 months 4 weeks ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders