د سرپل ولایت حلقوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
Sat, Jun 27 2026 1:25 PM
د سرپل ولایت حلقوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره جریان لري

دا پروژه چې ۱۲.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د ټولګټو وزارت او یو ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده او ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۷ هـ.ش کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد سړک د سرپل – شبرغان مسیر اړوند د فیض‌آباد له سیمې پیلېږي او د آسیاب په سیمه کې د سرپل – سانچارک له لارې سره نښلول کیږي.

دغه سړک ټولټال ۲۱ متره پلنوالی لري چې د تګ راتګ دوه کرښې، د کرښو په منځ کې ګلدان، د سړک غاړې ویالې او پلي لارې په کې شاملې دي.

همدارنګه د دې مسیر په اوږدو کې د  ۶۵ پایو پلګوټو د جوړول کار هم شامل دی.

دغه پروژه د سرپل ولایت له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمیرل کېږي، چې بشپړیدل به يې د خلکو ته د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځ کیدو ، ترافیکي ګڼې ګوڼې کمیدو، د نښلوونکو لارو ترمنځ د اتصال د ښه والي او اقتصادي ودې په برخو کې مهم رول ولري.

.

10 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS