داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اضافي ملکیت د دوو موازي ځمکو د اجارې خبرتیا  

kalim_admin
اعلان اجاره‌دهی دو قطعه زمین موازی از اراضی مازاد ملکیت وزارت فواید عامه

Publish Date

Closing Date

 ټولګټو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کندز ولایت، د چهاردرې ولسوالۍ په جوار کې د خپل اضافي ملکیت اړوند دوه موازي ځمکې، چې یوه یې ۳۴۱۲ متره مربع د شمال ختیځ لوري ته او بله یې ۲۳۶۲.۵ متره مربع د شمال لویدیځ لوري ته موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ ترڅو د یادو ځمکو پر سر د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او یا نورو مناسبو تأسیساتو د جوړولو لپاره یو اغېزمن، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په جوار کې موقعیت لري، وسپاري.

وړاندې کېدونکې طرحه باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې موخې او ډول روښانه تشریح.

۲. د وړاندیز شویو تأسیساتو لومړنۍ طرحه، له نقشې او پلان سره.

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل.

۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش.

۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.

۶. د اجارې موده؛ داوطلب باید د خپلې غوښتل شوې اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي.

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په واضح، مشخص او مستند ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین: فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۵/۴/۲۰، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې.

د طرحو د سپارلو ځای: ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۰ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادو ځمکو د طرحو سپارل به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې اعلان کې په ټاکل شوي وخت او ځای کې ترسره کېږي.

 

 

 

.

10 months 1 week ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders