د غزني – ښرنې لویې لارې د ترمیم پروژه د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
Tue, Jul 07 2026 2:25 PM
د غزني – ښرنې لویې لارې د ترمیم پروژه د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني – ښرنې لویې لارې د ۴۵ کیلومتره برخې د ترمیم پروژه، د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده او دا مهال یې عملي چارې په چټکۍ سره جریان لري.

یاد سړک د غزني ښار د ترانسپورټ له څلورلارې څخه پیل کېږي او د اندړ ولسوالۍ د بند سردې سیمې (د پکتیکا ولایت تر حدودو) پورې غځېږي.

دغه مسیر د غزني او پکتیکا ولایتونه سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لري.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنیو او لویو پراختیایي پروژو په پلي کولو سره، د هېوادوالو لپاره د اقتصادي فعالیتونو د ودې او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

.

10 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS