داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د ۲۶ قلمه غوړیو او فلټرونو د تدارک او پېرودلو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د ۲۶ قلمه غوړیو او فلټرونو د تدارک او پېرودلو پروژې( د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د (MOPW/1405/G-33 /NCB )تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ.
د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
آفرونه به د ۱۴۰۵/۴/۳۱نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضربالاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو وخت:
۱۴۰۵/۴/۳۱نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو
د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.
یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۳۱/۴ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.
