د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

kalim_admin
Tue, Jul 21 2026 2:11 PM
د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین سړک، د پاتې برخو د قیر اچونې چارې د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عزت‌الله عارف، د قراردادي شرکت د مسؤلینو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

په یاده پروژه کې د بګرام جبل‌السراج د دویم لین سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې شاملې دي، چې یوه برخه یې پخوا بشپړه شوې وه؛ خو پاتې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي او دا مهال یې عملي چارې روانې دي.

یاد سړک د هېواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د وسایطو په تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې د نویو پراختیايي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د پخوانۍ ادارې د یو شمېر نیمګړو او پاتې پروژو چارې هم بېرته پیل کړې او قراردادونه یې تمدید کړي دي، ترڅو هېوادوالو ته غوره او معیاري ترانسپورتي خدمات وړاندې شي.

د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د زیربنایي پروژو چارې په غوره کیفیت او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي.

.

10 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS