د دشت ارچي - کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
Sat, Jul 25 2026 11:32 AM
د دشت ارچي - کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د دشت‌ارچي - کندز سړک د پاتې برخې د قیر اچونې پروژه د ۴۹۸ میلیونه او ۶۵۴ زره افغانیو په ارزښت جریان لري.

یاد سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې  تېر کال یې د ۱۰ کیلومتره برخې د آسفالټ اچونې چارې بشپړې شوې وې، او دا مهال یې د پاتې برخې چارې د ۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ روانې دي.

اوس مهال د ۱۵ کیلومتره سړک د پرکارۍ، د ۱۲ کیلومتره سړک د لومړۍ طبقې د چمتو کولو او د ۱۱ کیلومتره سړک د آسفالټ اچونې چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د دې مسیر په اوږدو کې د ۵۷ پایو پلګوټو او ۳۰۰ متره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې له دې ډلې د ۵۰ پایو پلګوټو رغنیزې چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو چارې یې په منظم ډول جریان لري.

د دشت ارچي - کندز سړک د هېواد په شمال ختیځ کې له مهمو نښلوونکو مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ او د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د کندز ولایت له مرکز او شیرخان بندر سره نښلوي او د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ آسانتیاو، بازارونو ته د خلکو لاسرسي او د اقتصادي فعالیتونو د ودې او پراختیا په برخه کې مهم رول لري.

.

11 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS