د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ د قیر اچونې چارې جریان لري

kalim_admin
Tue, Aug 04 2026 2:50 PM
د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ د قیر اچونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې د څه باندې ۸۵۸ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرار داد شوې دي، چې دا مهال یې د قیر اچونې چارې پیل او جریان لري.

یاد سړک د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي ، چې په اوږدو کې یې د دوو پایو پلونو، ګڼ شمېر پلګوټو او استنادي دیوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.

د يادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده  او په بشپړېدو سره به یې هېوادوالو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

.

11 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS