د ټولګټو وزارت وزیر د بادغیس ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Mon, Aug 17 2026 8:01 AM
د ټولګټو وزارت وزیر د بادغیس ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د پروژو د کیفیت، پرمختګ او چارو د چټکتیا په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

محترم وزیر لومړی د لامان–قلعه‌نو مسیر څخه لیدنه وکړه. د دغه سړک ځینې برخې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نوموړي تخنیکي ټیمونو او د تدارکاتو ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې دیاد سړک د ترمیماتو او استنادي دېوالونو پروژه چې په تدارکاتي اعلان کې ده، ترمیماتي چارې یې دې ژر تر ژره پیل او د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې شي، تر څو سړک د لا تخریب څخه مخنیوی وشي.

نوموړي دغه راز د بوم درې له مسیر څخه لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت مسئولینو او د وزارت تخنیکي ټیمونو ته یې هدایت وکړ، چې د بوم درې مسیر سروې ترسره او خپل راپور ژر تر ژره د وزارت مقام ته وړاندې کړي.

د سفر په دوام، د ټولګټو وزارت محترم وزیر د قیصار–لامان حلقوي سړک د ۵۰ کیلومتره برخې څخه، چې له مقر څخه د بالامرغاب پر لور غځېږي او د ياد سړک ۲۵ کیلومتره برخه چې د فارياب ولايت له لورې پيل شوې ده هم لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې د پروژو چارې دې په ټاکلي وخت، غوره کیفیت او تخنيکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په دغه سفر کې د بادغیس ولایت د ټولګټو ریاست مالي او تخنیکي برخې هم وارزولې او د اداري چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر له تخنیکي ټیمونو سره هم ناستې ترسره کړې. د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

.

11 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS