د ټولګټو وزارت محترم وزیر په جوزجان ولایت کې له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Mon, Aug 17 2026 8:16 AM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر په جوزجان ولایت کې له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د وزارت تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د هېواد لوېدیځو او شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام جوزجان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر لومړی د قوشتېپې – درزاب سړک له رغنیزې پروژې څخه لیدنه او ارزونه وکړه، چې چارې یې په درېیو برخو کې روانې دي. نوموړي د پروژې تخنیکي ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د چارو د چټکتیا، د باکیفیته موادو د کارونې او په ټاکلي وخت د یاد سړک د چارو د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

قوشتېپې – درزاب ۵۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې په درېیو برخو کې د څه باندې ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي. دغه سړک د جوزجان ولایت له قوشتېپې ولسوالۍ څخه پیلېږي او د دغه ولایت تر درزاب ولسوالۍ پورې غځېدلی دی، چې په اوږدو کې یې د دوه پایو پلونو، ۱۴۹ پایو پلګوټو او ۴۲۵۳ متره استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي. اوس مهال د لومړۍ برخې د اسفالت چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په درېیو واړو برخو کې د پاتې چارو، په شمول د مصنوعي ساختمانونو، چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د سفر په دوام کې، د ټولګټو محترم وزیر د شبرغان ښار د حلقوي (بای‌پاس) سړک له نیمګړې پروژې څخه چې شاوخوا ۱۵ کیلومتره اوږدوالی او څه باندې ۵۰ متره پلنوالی لري لیدنه وکړه. د سیمې خلکو له نوموړي څخه د دغه سړک د پاتې چارو د بیا پیل غوښتنه وکړه. محترم وزیر صاحب هغوی ته ډاډ ورکړ چې د حلقوي سړک پاتې چارې د ټولګټو وزارت په کاري پلان کې شاملې دي او د بودجې له منظورېدو سره به یې چارې بېرته پیل شي.

د سفر په پای کې د ټولګټو محترم وزیر د جوزجان ولایت د ټولګټو ریاست له تخنیکي ټیمونو او کارکوونکو سره هم وکتل او هغوی ته یې د پروژو د چارو د لا ښه تطبیق، په دندو کې د صداقت، امانتدارۍ، خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د جدي پاملرنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

.

11 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS