د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

kalim_admin
Mon, Aug 24 2026 12:36 PM
د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د پکتیا ولایت د مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم قاري حسن جان جهادیار او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.

یاده پروژه د پکتیا ولایت له مرکز ګردېز څخه پیل تر غلګي سیمې پورې رسېږي چې په اوږدو کې یې د یوه پایه پل د ترمیم او ٢٧ متره استنادي دېوالونو د رغولو چارې هم شاملې دي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شي او د ترمیماتي چارو په بشپړېدو سره به یې د ګردیز او خوست ترمنځ د تلونکو هېوادوالو د تګ راتګ او سوداگريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

.

11 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS