د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

kalim_admin
Mon, Oct 12 2026 3:27 PM
د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د ټولګټو چارو رياست رئيس مولوي محمد ولي ادريس، سیمه ییزو مسئولانو او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.

د میل ۷۸ (ابونصر فراهي)  سړک ياده برخه يو ځل مخکې هم د ايران هېواد له لوري رغول شوی وه، چې د وخت په تېرېدو سره ويجاړ او دامهال يې بيرته د بيارغونې چارې پيل شوې.

د سړک دغه برخه د شيخ ابونصر فراهي بندر له صفري نقطې څخه پیل او تر پشتکوه ولسوالۍ پورې غځيدلې ده، دغه برخه ۶۴ کيلو متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري، چې پخوانی اسفالټ به یې په ځینو برخو کې ټول لرې کړل شي او په ځینو برخو کې به یې بنسټیز کارونه هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده؛ د میل ۷۸ ابو نصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۵۳ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د یاد هېوا لخوا له وړاندې پیل شوې وې او په چټکۍ سره جریان لري.

د میل ۷۸ – ابو نصر فراهي بندر سړک د هېواد له مهمو اقتصادي او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي سرحدي بندر له لارې افغانستان له ایران سره نښلوي. د دې سړک رغونه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا برابروي، د ترانسپورتي لګښتونو په کمولو کې مرسته کوي او د سیمې د اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو اوسړکونو په رغونې، بیارغونې، اساسي ترمیم او ساتنې او څارنې سره درنو هېواد والو ته د تګ را تګ په برخه کې لا ډیرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS