د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د بامیان ولایت د مرستیال والي محترم مولوي انس عزیزي، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم انجنیر حفیظ الله نعمتي، سیمهییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
په دې پروژه کې د سړک د ځینو برخو کیندنه، هموارکاري، جغل اچونه، د استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول شامل دي، چې چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د بامیان او دایکندي ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
