د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار او ارزګان ولایتونو اړوند د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Mon, Oct 26 2026 1:32 PM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار او ارزګان ولایتونو اړوند د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار او ارزګان ولایتونو ته د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا د خپل سفر په ترڅ کې د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک، د ترینکوټ – خاص ارزګان ۲۵ کیلومتره سړک او د خاکریز – پاج کوتل ۵۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د لیدنې پر مهال د پروژو له تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو له مسئولینو سره وکتل او هغوی ته یې د چارو د چټکتیا، د معیاري او باکیفیته موادو کارولو، د رغنیزو چارو د کیفیت ساتلو او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې د دغو پروژو چارې به په غوره کیفیت او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

همدارنګه، محترم وزیر صاحب د کندهار او ارزګان ولایتونو د ټولګټو ریاستونو له رئیسانو او کارکوونکو سره په جلا جلا لیدنو کې د ورځنیو چارو د لا ښه تنظیم، اخلاص، رښتینولۍ او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

د کندهار – ارزګان پر عمومي مسیر د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د ۲۴ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره د یو میلیارد، ۱۲۰ میلیونه او ۹۰۸ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې اوس مهال یې چارې ۵۷ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د دې پروژې په چوکاټ کې د ۶۸ پایو پلګوټو او ۱۱۹۷ مترو استنادي دېوالونو جوړول شامل دي، چې تر اوسه یې د ۶۵ پایو پلګوټو او ۱۱۰۰ مترو استنادي دېوالونو چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د سړک د سب‌بېس، بېس‌کورس او لومړۍ طبقې اسفالټ اچولو چارې روانې دي.

د ترینکوټ – خاص ارزګان سړک د لومړي لاټ د ۲۵ کیلومتره برخې د جوړولو پروژه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ له مهراباد سیمې څخه پیلېږي او د چنارتو ولسوالۍ تر شهید کوتل پورې غځېدلې ده. د دغې پروژې رغنیزې چارې د دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو له لوري له بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي.

همدارنګه د خاکریز – پاج کوتل ۵۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکتور سره د ۱.۶ میلیارد افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې اوس مهال د شاوخوا ۲۵ سلنه پرمختګ سره جریان لري.

دا مهال په یاده پروژه کې د سړک د کیندنې، پلونو جوړولو، سنګ‌کارۍ، سب‌بېس، بېس‌کورس، بنډر او سیخ لرونکو کانکریټي ویالو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

د زېربنایي پروژو له کاري بهیر څخه دوامداره او منظمه څارنه او ارزونه د رغنیزو چارو پر کیفیت او کمیت مثبت اغېز لري، چې د پروژو د چارو چټکتیا، د معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د هغو بشپړېدل تضمینوي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS