د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

kalim_admin
Tue, Nov 24 2026 8:58 AM
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کندز ولایت د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سمنګان – بلخ نوې جوړېدونکې ټولپلازا له ټاکل شوې ساحې او د کندز ولایت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یاد سفر په ترڅ کې د ایرګنک مسیر له لارې کندز ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کندز ولایت د مرستیال والي محترم مولوي حبیب‌الرحمن صهیب او د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالنصیر شیخ‌زاده په ملتیا، له یاد مسیر څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د یاد مسیر د پاتې برخو رغنیزې چارې دې د هېوادوالو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو په موخه پیل کړي.

ورپسې، محترم وزیر صاحب کندز ولایت ته ولاړ او هلته یې د کندز – دشت ارچي سړک او د ساتنې او څارنې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه. نوموړي د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا، د رغنیزو چارو پر مهال د تخنیکي او ساختماني معیارونو د رعایت، د کیفیت د تأمین او د معیاري ساختماني موادو د کارولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندز ولایت د ټولګټو ریاست له بېلابېلو مدیریتونو او د یاد ولایت له فعاله تلو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو کارکوونکو ته یې د خپلو مسئولیتونو د ترسره کولو پر مهال د اخلاص، صداقت، ژمنتیا او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزناک ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS