د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Nov 04 2026 3:16 PM
د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو  د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

دغه پلګوټي هر یو ۱۳.۲ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، چې د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوي وو. د یادو پلګوټو د بیارغونې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه دا ډول پروژې پلي کوي، ترڅو د ترانسپورتي اسانتیاوو ترڅنګ د سړکونو د تخریب مخه ونیول شي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS