د کندز – شېرخان بندر سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Thu, Nov 12 2026 11:13 AM
د کندز – شېرخان بندر سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت اړوند د کندز – شېرخان بندر عمومي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې د کندز ولایت د والي محترم مولوي نصرالله مطیع، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالنصیر شیخ‌زاده، سیمه‌ییزو مسؤولینو او د قراردادي شرکت د مسؤولینو په شتون کې رسماً افتتاح او پیل شوې.

په دې پروژه کې د سړک د فرش تخریب شوې او پړسېدلې برخې کیندل کېږي او بېرته رغول کېږي، چې چارې به یې د ۷ کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د یاد ټرانزیټي او ترانسپورتي سړک د ترمیماتي چارو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدنکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د سړک د لا تخریب څخه به مخنیوی وشي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS