د کندهار ـ سپین بولدک د دویم لین سړک رغنیزې چارې په بشپړېدو دي چې ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

mopw_admin
Tue, Jan 19 2021 3:08 PM
د کندهار ـ سپین بولدک د دویم لین سړک رغنیزې چارې په بشپړېدو دي چې ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د کندهار ـ سپین بولدک د دویم لین سړک رغنیزې چارې په بشپړېدو دي چې ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د مرغومې ۳۰، ۱۳۹۹

دا سړک ۴۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱،۲ متره پلنوالی لري چې د کندهار ولایت له هوایي ډګر څخه پیل د دغه ولایت د ارغستان او تخته پُل ولسوالیو له منځه تر سپین بولدک ولسوالۍ پورې غځیدلی.

د یاد سړک په اوږدو کې یوه پایه ۳۲۰ متره پُل، په بیلابیلو اندازو کې ۹۶ پُلګوټي او ۳ معبرونه هم شته چې رغنیز تړون یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت شوی او لګښت یې د افغانستان له پراختیايي بودجې ورکول کیږي.

د دې پروژې د کار پر مهال د سیمې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې چې ګټې ته تر سپارنې وروسته به سویل- لوېدیځ ولایتونه د ډېورنډ فرضي کرښې له چمن بازار سره ونښلوي او پر مهال به یې د کندهار مېوې او حاصلات په کم وخت کې تر بازارونو ورسیږي او د ټکرونو په کمښت کې به هم رول ولري.

د یادونې وړ ده چې دې پروژې ټولټال ۷۹،۶ کیلو متره اوږدوالی درلود چې لومړی لین یې د ۳۹،۶ کیلو متره په اوږدوالي سره وړاندې جوړ شوی و چې د دویم لین په بشپړېدو سره به یې دا دوه سړکه پروژه بشپړه شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS