د کمپنۍ پُل رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 20 2021 3:29 PM
د کمپنۍ پُل رغنیزې چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

 

د کابل ښار له کمپنۍ څخه د میدان وردګ ولایت تر دراني بازار پورې پر غځیدلي سړک د کمپنۍ په سیمه کې د یوه پُل جوړولو چارې په بشپړیدو دي

یاد پُل چې تر ۵۶ متره ډیر اوږدوالی لري، د جوړلو چارې یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۱.۶ میلیارده افغانيو په ارزښت تړون شوي دی. تر دې مهاله يې رغنیز کارونه له ۹۷ سلنه ډیر بشپړ شوي دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې ټول چارې بشپړي او ګټي اخیستنې ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کمپنۍ پُل د سیلابونو د راوتلو له کبله ویجاړ شوی و، چې ټولګټو وزارت د اصلي پُله تر څنګ د لنډ وخت لپاره د ترافيکو د ګڼې ګوڼې په خاطر يو بل استحکامي پل نصب کړ. هېره دې نه وي چې ټولګټو وزارت د کمپنۍ د لومړي پله تر څنګ يو بل پل هم جوړوي چې د لومړي پُل د کار له بشپړیدا او ګټي اخیستې ورسته به د دویم پُل د جوړلو کارهم ډير ژرپیل شي.

بايد وويل شي چې د کمپنۍ پل له بشپړيدا سره به د خلکو کڼې ستونزي هواري شي. چې له هغې ډلي څخه له ترافيکي ګڼې ګوڼې ځخه مخنوی، روغتيايې او ښونیزو مرکزونه ته اسانه لاسرسی. نه يوازي دا بلکي د ياد پل له بشپړيدا سره د سوداګريزو مالونو په ليږد را ليږد کې هم د پام وړ بدلون راشي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د کب ۳۰مه ، ۱۳۹۹

+

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS