له ټانک لوګر تر چهل دوختران پورې د سړک رغنيزې چاري ۳۰ سلنه بشپړي شوې دي

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 23 2021 1:12 PM
له ټانک لوګر تر چهل دوختران پورې د سړک رغنيزې چاري ۳۰ سلنه بشپړي شوې دي

 

د کابل له تانګ لوګر څخه تر چهل دخترانو سیمې پورې د غځیدلی ۷ کېلو متره سړک رغنیزې چارې په پیلېدو دي.

د دې سړک د جوړېدو چارې ځکه ځنډنۍ شوې چې پر مسیر یې د خلکو کورونه و او د استملاک ستونزه اوږده شوه چې اوس مهال تفاهم ته سره نږدې شوي دي. د استملاک د هواري مسؤلیت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت پورې اړه لري او ټولګټو وزارت یوازې د سړک جوړونې چارې پر مخ وړي.

د دې سړک رغنیزې چارې یوازې ۳۰ سلنه پرمختګ لري چې د سړې هوا، استملاک او د سړک په مسیر کې د برېښنا د ستنونزه تر لرې کېدو وروسته به یې کار بیرته په ګړندۍ توګه پیل شي.

هېره دې نه وي چې د ټانګ لوګر ـ چهل دختران سړک د لومړۍ برخې کارونه د نجات څلي يا بالاحصار څخه پيل او په ترتيب سره له قلعچه، بيني حصار او ده يعقوب څخه تيريږي او تر سياه بيني پورې غځيدلى دى چې ٧ کيلومتره اوږدوالى، ٦٠ متره سور لري، دوه اساسي سړکونه چې هر يو يي ١٢ متره سور او دوه فرعي سړکونه ٨.٥ متره سور، درې ګلدانه چې ٣.٦ او ٤ متره سور لري، دوه پلي لارې چې ٣ متره سور لري، په مختلفو سايزونو کې ١٨ پلګوټي، د سړک دواړو خواوو ته ٧ کيلومتره استنادي ديوالونه، ٣.٢٩٠ کيلومتره کانال او ٨.٨٣٨ کيلومتره کانګريټي ويالې لري.

نوموړې پروژه د څه باندې دوه ميليارده افغانۍ په ارزښت د يو خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوې چې مالي لګښت يي د افغانستان حکومت له ملي بوديجې څخه ورکول کيږي.

دا پروژه د هيواد له مهمو اقتصادي دهليزونو څخه ده چې د کابل ښار جنوب ختیځ ولايتونه د کابل لوګر د لویې لارې له لارې سره نښلوي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۳مه، ۱۴۰۰

 

Like

Comment

Share

.

2 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS