د ټولګټو وزیر د نورستان له والي سره د افغانستان د درېیم ملي پارک د سړکونو د جوړیدا او ګڼو نورو پروژو په اړه لیدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Thu, Mar 25 2021 12:27 PM
 ټولګټو وزیر د نورستان له والي سره د افغانستان د درېیم ملي پارک د سړکونو د جوړیدا او ګڼو نورو پروژو په اړه لیدنه وکړه

 

د ټولګټو محترم وزیر انجنیر نجیب الله یمین د خپل کار په دفتر کې د نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره په لیدنه کې د کونړ ـــ پارون سړک د کارونو د ګړندي والي او ترڅنګ یې د ولسوالیو او ورته نورو لریو پرتو سیمو د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل.

په پیل کې د نورستان والي د ټولګټو له وزیر سره د یاد ولایت د سړکونو په اړه خپل بشپړ معلومات شریک کړل او هم یې ترې د کاري چټکتیاوو غوښتنه وکړه.

د تولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د والي ښاغلي حافظ غوښتنو او وړاندیزنو ته مثبت ځواب ووایه او زیاته یې کړه، چې د نورستان د سړکونو جوړیدا زمونږ په لومړیتوبونو کې دي.

ښاغلي یمین وویل، د جلالتمآب جمهور رئیس له لیدلوري سره سم به د هغو ولایاتو د پرمختګ لپاره کار او خدمت کوو، کوم چې تردې وړاندې ورته ځانګړي پاملرنه نه وه شوي.

نوموړي زیاته کړه، د نورستان تېر تاریخي شالید او او ارزښت د افغانستان په پېښلیک کې ځانګړی ځای لري.

ښاغلي وزیرد نورستان طبعي ښکلا، سرشاره ځنګلونو، سړځایونو، وحشي ژویو، روانو سیندونو او ښکلې او په زړه پورې شنو درو ته په کتو سره اړینه وبلله چې باید امکاناتو ته د لاس رسي په صورت کې د سړکونو د رغونې او بیارغونې په برخه کې یاد ولایت ته لا ډېر کار وشي.

د یادولو وړ ده، چې تردې وړاندې به د کونړ ـــ پارون په لویه لار د تلونکو خلکو پرمخ ګڼې ستونزې موجودي وي؛ دا ځکه چې لار به خامه او خورا سخته خرابه وه؛ د ټولګټو وزارت دا اړتیا درک کړه او د جلالتمآب جمهور رئیس له لید لوري سره سم یې د کونړ ـــ پارون د لویې لارې د جوړیدو چارې چې په مجموعي ډول ۲۷ کیلومټره راځي د څه باندې ۸۶۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو ساختماني شرکتونو سره قرارداد کړي. چې لومړۍ برخه یې ۱۱.۷ کیلو مټره د څه باندې ۵۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت او دوهمه برخه یې د ۱۰.۵۷ کیلومټره په اندازې د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو خصوصي او ساختماني شرکت سره قرارداد شوي. او دا مهال یې د کار چارې په ښه شکل مخې ته روانې دي.

هیره دې نه وي چې دا ولایت د ۱۳۹۹ لمریز کال په ترڅ کې د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني او د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې له لوری رسماً د هېواد د درېیم ملي پارک په نوم ونومول شو. چې په اوس وخت کې ورته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ګڼ سیلانیان د لېدو په پار ورځي.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS