د ټولګټو وزیر د زابل له والي او وکيلانو سره د ګڼو سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل.

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 27 2021 12:05 PM
د ټولګټو وزیر د زابل له والي او وکيلانو سره د ګڼو سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه وکتل.

 

د ټولګټو وزير ښاغلي انجنیر نجيب الله یمين په خپل کاري دفتر کې د زابل له والي جنرال احمد ګل رسولي، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو د استازې زهرا توخي او د دې ولایت د ولايتي شورا له رئیس عطا جان حق بيان سره د یاد ولایت د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه ولیدل.

په ياده ناسته کې لومړی د زابل والي جنرال احمد ګل رسولي او د دې ولايت استازو د زابل په اوسني وضعیت خبرې وکړي او د ټولګټو له وزير ښاغلي يمين څخه یې وغوښتل چې د شملزوـ باديني سړک، د شاه جوی قلات سړک او د قلات ښار داخل سړکونه چې اوس مهال په ډير بد وضعت کې قرار لري؛ د رغونې او بیارغونې برخې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزیرانجنیر نجيب الله يمین د زابل د والي او استازو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د هېواد هغو ولایاتو ته به ځانګړي پاملرنه کېږي کوم چې تردې وړاندې ورته کار نه و شوی.

وړاندې تردې ښاغلي وزیر وویل، د ټولګتو وزارت په پلان کې لري چې په روان ۱۴۰۰ لمریزکال کې به د شملزو باديني سړک ، د قلات ښار داخل سړکونه په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

هېره دې نه وي، چې د ټولګټو وزير ښاغلي يمين د سروې يوه تخنيکي ټیم ته دنده وسپارله چې زابل ولايت ته ولاړ شې او هلته د شته سړکونو سروې وکړي، څو د زابل ګڼ سړکونه ډيزاين او په راتلونکي کې جوړولو ته چمتو شي.

د ټولګټو وزارت – کابل

د وري ۷مه، ۱۴۰۰

.

8 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS